پاکستان پينځه ازاد کړې شوي پوله ساتونکي ايران ته وسپارل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78179-پاکستان_پينځه_ازاد_کړې_شوي_پوله_ساتونکي_ايران_ته_وسپارل
د پاکستان د خارجه وزارت وياند وويل، د جيش الظم ترهه ګرې ډلګۍ له منګولو پينځه ازاد کړې شوي پوله ساتونکي ايران ته وسپارل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2018 02:10 Asia/Kabul
  • پاکستان پينځه ازاد کړې شوي پوله ساتونکي ايران ته وسپارل

د پاکستان د خارجه وزارت وياند وويل، د جيش الظم ترهه ګرې ډلګۍ له منګولو پينځه ازاد کړې شوي پوله ساتونکي ايران ته وسپارل شول.

د ايرنا د رپوټ له مخې محمد فېصل پرون ماښام د يو ټوئيټري پوسټ په خپرولو سره وويل د پاکستان د فوځي او امنيتي ځواکونو په مرستې سره پينځه ايراني پوله ساتونکي د جيش الظلم ترهه ګرې ډلګۍ له منګولو ازاد او په پوره سلامت حالت کښې ايراني ځواکونو ته سپارل شوي دي.

محمد فېصل واضحه کړه، د د نورو ايراني پوله ساتونکو د ازادولو لپاره هم د ايران او پاکستان دوه اړخيز او غږملي کوششونه روان دي.

د روان ميلادی کال د اکتوبر په ۱۵ نېټه دولس ايراني پوله ساتونکي چې د ايران د ميرجاوې په پوله ايزه سيمه کښې پراته وو د انقلاب مخالفو ترهه ګرو ډلګيو په لاسو وتښتول شول او د پاکستان خاورې ته منتقل کړې شول.