پاکستان د افغانستان شارډ افيرز احضار کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78180-پاکستان_د_افغانستان_شارډ_افيرز_احضار_کړ
د پاکستان خارجه وزارت يو ځل بيا په افغانستان کښې د پاکستان د تښتول شوي پوليس افسر طاهر داوړ د وژل کېدو په اعتراض کښې په اسلام آباد کښې د دغه هېواد شارډ افيرز احضار کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 16, 2018 02:30 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان شارډ افيرز احضار کړ

د پاکستان خارجه وزارت يو ځل بيا په افغانستان کښې د پاکستان د تښتول شوي پوليس افسر طاهر داوړ د وژل کېدو په اعتراض کښې په اسلام آباد کښې د دغه هېواد شارډ افيرز احضار کړ.

زمونږ  د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند محمد فېصل پرون په يوې بيانيه کښې د دغه هېواد حکومتي چارواکو ته د دغه پوليس افسر د مړي په سپارلو کښې د افغان حکومت په ځنډ راوستو اعتراض وکړ او د اېس پي طاهر د مړي زر تر زره حواله کولو غوښتنه يې وکړه.

هغه همدارنګ د افغانستان په ختيځ کښې په وحشيانه توګه د دغه لوړرتبه پوليس افسر قتل وغندۀ.

د ويلو ده چې د پاکستان خارجه وزارت وړمه ورځ هم په دغه هېواد کښې د افغانستان شارډ افيرز احضار کړے ؤ.

په افغانستان کښې د پاکستان د سفارت غړي د اېس پي طاهر داوړ د مړي حاصلولو لپاره په روغتون کښې موجود دي. ځينو خبري سرچينې د دغه پاکستاني افسر د قاتل عامله داعش ترهه ګره ډله بولي.