بمي چاودنو پنځه پاکستاني پوځیان ووژل
Nov 19, 2018 07:49 Asia/Kabul
د پاکستان په کویټه او شمالي وزیرستان کښې د بم په چاودنو کښې د دغه هیواد پنځه پوځي ځواکونه وژل شوي دي.
د پاکستان امنیتي چارواکو وویل چې پرون د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه ښار کښې د یو پوځي ګاډي په لاره کښې د بم چاودیدو په وجه درې پوځیان مړه او څلور نور زخمي شول..
دغو چارواکو همداشان زیاته کړه چې په شمال وزیرستان کښې د یو پوځي ګاډي په لور د لاسو یو جوړ بم وروغورځول شو چې پکښې دوه پاکستاني پوځیان مړه او دوه نور ژوبل شول.
د دې ترهګرو حملو پړه تراوسه چا نه ده منلې.
ټیګونه