د پاکستان خبریالانو د صهیونسټ رژیم ظلمونه وغندل
په پاکستان کې د رسنیو خاوندانو په غزې د صهیونسټ رژیم د پوځ نوې حملې وغندلې.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې په سلګونو خبریالان، فوټوګرافران او د پاکستان د رسنیو کسانو پرون په راولپنډۍ او اسلام اباد کې د پریس کلب مخې ته په راغونډیدو سره د مړه دې وي اسراییل د شعار په ورکولو سره په غزې کې ملکي کسانو، ماشومانو او خبریالانو د صهیونسټ رژیم د حملو د بندیدو غوښتنه وکړه.
په زرګونو پاکستانیو هم په وروستیو ورځو کې د صهیونسټ ضد مظاهرو په کولو سره د صوینسټ رژیم د جنایتونو په وړاندې د فلسطین د ولس ملاتړ وکړ.
پاکستانیو مظاهره چیانو د مړه دې وي امریکا او مړه دې وي اسراییل په شعارونو سره د امریکا او صیهونسټ رژیم بیرغونه وسوزول او د فلسطینیانو په خلاف یې د دغه رژیم د حملو د بندیدو غوښتنه وکړه.
په غزې تړانګې د اسراییلو په نویو حملو کې چې تیره یکشنبه پیل شوې کابو څوارلس فلسطینیان شهیدان شوې او تر دیرشو زیات ژوبل شوې دي.