د ټرامپ تورونو ته د عمران خان ځواب
د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان د بدلونونو په وړاندې د اسلام اباد په خلاف د امریکا په سیاستونو نیوکه وکړه.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې عمران خان پرون د پاکستان په خلاف د ډونالډ ټرمپ په خبرو په نیوکې سره وویل : ښه به دا وي چې امریکا د پاکستان د تورونولو په ځای په افغانستان کې خپله ماته ومني.
د ټرامپ دولت تیره یکشنبه له فکس نیوز چینل سره په مرکه کې وویل چې له پاکستان سره د امریکا له مالي مرستو سره سره دغه هیواد په افغانستان کې د واشنګټن لپاره څه خاص کار نه دی کړی
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپله ټویټر پاڼه کې د امریکا مقاماتو ته وویل په ځای د دې چې پاکستان د خپلو غلطیو لپاره په پردې بدل کړئ باید جاج واخلئ چې ولې په افغانستان کې د پراخ پوځی شتون او د زرو میلیاردو ډالرو له لګولو وروسته ، نن طالبان او ترهه ګر د پخوا په پرتله زیات پیاوړې دي.
عمران خان همداراز وویل چې پاکستان له ترهه ګرۍ سره په جنګ کې د پينځه اویا زرو کسانو قرباني ورکړې او تر یو سل درې ویشتو میلیاردو ډالرو زیات تاوان یې لیدلی دی خو امریکا د دې په بدل کې له پاکستان سره یوازې د شلو میلیاردو ډالرو معمولي مرسته کړې ده.