له پاکستان سره د عربستان یو میلیارډ ډالري مرسته
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78279-له_پاکستان_سره_د_عربستان_یو_میلیارډ_ډالري_مرسته
د پاکستان مرکزي بانک ایس بي پي اعلان وکړ چې داسلام اباد دولت دسعودي عربستان د مالي مرستو لومړۍ برخه  یو میلیارد ډالره ترلاسه کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2018 03:59 Asia/Kabul
  • له پاکستان سره د  عربستان یو میلیارډ ډالري مرسته

د پاکستان مرکزي بانک ایس بي پي اعلان وکړ چې داسلام اباد دولت دسعودي عربستان د مالي مرستو لومړۍ برخه  یو میلیارد ډالره ترلاسه کړې ده.

 

 

د پاکستان دمرکزي پانک د اطلاعیې له مخې د اسلام اباد دولت پرون  له عربستانه دمرسې په توګه  یو میلیارد ډالره ترلاسه کړې دي.

د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر هم د دغه هیواد رسنیو ته وویل چې دغه پیسې  اخستل شوې او د موافقې له مخې دوهمه او دریمه برخه به یې په راتلونکو میاشتو کې پاکستان ته ورکړل شی.

 د دغه بیانیې له مخې د پاکستان اسعاري زیرمې په تیرو میاشتو کې سختې کمې شوې وې او د نومبر تر نهمې نیټې  په تیرو څلورنیمو کلونو کې ډیرې ټیټې سویې ته رسیدلې وې. عربستان ته د عمران خان په وروستي سفر کې موافقه وشوه چې عربستان دغه هیواد ته د مالي مرستې په توګه درې میلیارده ډالره وکړي.  پاکستان ادعا کوي چې د دغه مرستو په بدل کې یې  له عربستان سره د پولو بهر د مرستو لپاره هیڅ وعده نه ده کړې خو د پاکستان سیاسي ډلې او ګوندونه  باوري دي چې  پاکستان باید د دغه مرستو په بدل کې د سعودي غوښتنو او شرطونو په تیره بیا د یمن د بې دفاع خلکو په خلاف د عربستان د جنګونو ملاتړ ته مثبت ځواب ورکړي.