پاکستان له ایران سره د تجارتي اړیکو په پیاوړتیا ټینګار لري
د پاکستان د مالیې چارو وزیر د تهران او اسلام آباد د ملګرتیا د وړتیاؤ په مهم بللو سره وویل چې هیواد یې له ایران سره په تیره بیا په سوداګري برخه کښې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
د پاکستان د مالیې چارو وزیر د تهران او اسلام آباد د ملګرتیا د وړتیاؤ په مهم بللو سره وویل چې هیواد یې له ایران سره په تیره بیا په سوداګري برخه کښې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
ایرنا خبري آژانس لیکلي چې اسد عمر د دواړو هیوادونو د ښو کلتوري اړیکو په یادولو سره زیاته کړه: له ایران سره د پاکستان د دوه اړخیز تجارت اندازه ۱۵ میلیارډ ډالرو ته رسیدلې ده او په عملیاتي پروګرامونو سره لازیاتیدی شي.
د پاکستان د مالیې وزیر په خپل هیواد کښې د ایران پانګونې ته د مینې په څرګندولو سره همداشان ټنیګار وکړ چې اسلام آباد د هغو ټولو پانګه والو په خلاصه غیږه هرکلی کوي چې په دې هیواد کښې د پانګونې نیت لري.