دکشمیر موضوع له خبرواترو پرته بله حل لاره نه لری
داپه داسې حال کې دی ، چې په همداووروستیو څو ورځو کې په جمو کشمیر کې هندی عسکرو د عامو خلکو ژوند تر ډیره حده تریخ کړی او داسې کومه ورځ نشته چې دهندی عسکرو په لاس په جنایتونو کې دیوشمیر ماشومانو او ښځو په شمول په لسګونو جنازې اوچتې نشی .
تسنیم خبری اژانس راپورورکړدپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی په یولړ څرګندونو کې ټینګار کړی ، دکشمیر دشخړې یوازینۍ حل لاره خبرې اترې د ټول پوښتنې ترسره کیدا ده .
شاه محمود قریشی دغه راز وئیلی دی له پوځی حملو استفاده هیڅکله دکشمیر د شخړې له حل سره هیڅ ډول مرسته نه کوی او نړیواله ټولنه باید د دغې موضوع دحل لپاره هڅه وکړی .
شاه محمود قریشی ټینګار کړی ، دکشمیر د موضوع یوازینۍ حل لاره د دغې سیمې د خلکو ترمینځ په آزاد ډول د ټول پوښتنې ترسره کیدا او خبرې اترې دی اوهندوستان باید د کشمیر دخلکو د غوښتنې او دبیان دآزادۍ حق او دکشمیر دراتلونکی خلکو ته سپارلو ته داحترام په سترګه وګوری .
هغه له دې مخکې هم وئیلی وو ، داسلام اباد اونوی ډیلی ترمینځ دخبرواترو یوازینۍ شرط دا دی چې دکشمیر موضوع حل شی . .