په زرګونو پاکستانيان د سعودي په جېلونو کښې
Nov 28, 2018 02:11 Asia/Kabul
د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې د اداري چارو او ترقۍ مخکيني صوبائي وزير په ډاګه کړه چې د دغه هېواد درې زره درې سوه نهه ښاريز د سعودي په جېلونو کښې پراتۀ دي او اکثر د آل سعود رژيم د جېل ساتونکو له تشدد، اذيت او آزار سره مخامخ دي.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې مخکيني صوبائي وزير عنايت ا... خان د دې خبر په اعلانولو سره وويل، ځينو پاکستاني قېديانو د آل سعود واکمنانو د بدچلند په وجه ځانونه وژلي دي.
له دې مخکې د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي هم د سعودي په جېلونو کښې د پاکستاني قېديانو شمېر له درې زرو نه زيات او د اماراتو په جېلونو کښې د پاکستاني ښاريزو شمېر دوه زره او شپږ سوه اعلان کړے ؤ.
له يو ميلينه زيات پاکستانيان په سعودي کښې ژوند کوي.
ټیګونه