له ايران سره د دوو اړخيزو تعلقاتو په پراختيا د پاکستان تاکيد
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i78590-له_ايران_سره_د_دوو_اړخيزو_تعلقاتو_په_پراختيا_د_پاکستان_تاکيد
د پاکستان خارجه وزير د اسلام آباد او تهران ترمېنځ د دوو اړخيزو تعلقاتو د پراختيا په لازموالي تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 02, 2018 01:58 Asia/Kabul
  • له ايران سره د دوو اړخيزو تعلقاتو په پراختيا د پاکستان تاکيد

د پاکستان خارجه وزير د اسلام آباد او تهران ترمېنځ د دوو اړخيزو تعلقاتو د پراختيا په لازموالي تاکيد وکړ.

د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې شاه محمود قرېشي پرون په اسلام آباد کښې د پاکستان د وزيراعظم عمران خان د حکومت د سلو ورځو دکارکردګۍ د بيانولو په مراسمو کښې په خپله وېنا کښې د بهرني سياست په اړه وويل، د ايران اسلامي جمهوريت د پاکستان ښه دوست دے او اسلام آباد له تهران سره ښه تعلقات لري.

د پاکستان خارجه وزير د ايران له اسلامي جمهوريت سره د تعلقاتو پراختيا د اسلام آباد لپاره اهميت لرونکې وبلله او زياته يې کړه، له ګاونډي هېوادونو په تېره بيا له ايران سره د تعلقاتو پراختيا او د تجارت د اندازې زياتول د عمران خان د حکومت ترجيح ده.

قرېشي همدارنګ چين د پاکستان لوړ مهاله سټراټيجک شريک وبلۀ او په عين حال کښې يې وويل، افغانستان د پاکستان لپاره يو مهم هېواد دے او اسلام آباد به په دغه هېواد کښې د صلحې د ټينګتيا لپاره له هيڅ کوشش څخه ډډه ونکړي.