د پاکستان او ایران خارجه وزیرانو په تهران کښې ملاقات وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i79182-د_پاکستان_او_ایران_خارجه_وزیرانو_په_تهران_کښې_ملاقات_وکړ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چې تهران ته راغلی دی، پرون یې د ایران د اسلامي جمهوریت له خارجه وزیر سره وکتل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 25, 2018 02:43 Asia/Kabul
  • د پاکستان او ایران خارجه وزیرانو په تهران کښې ملاقات وکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چې تهران ته راغلی دی، پرون یې د ایران د اسلامي جمهوریت له خارجه وزیر سره وکتل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چې تهران ته راغلی دی، پرون یې د ایران د اسلامي جمهوریت له خارجه وزیر سره وکتل.

مخدوم شاه محمود قریشي پرون مازیګر سیمې ته د خپل سفر د دویم مقصد په توګه تهران ته راورسید او دلته یې له خپل ایراني همرتبه محمد جواد ظریف سره ملاقات وکړ چې پکښې یې د دوه اړخیزو اړیکو د وروستیو بدلونونو او د ډیرو مهمو سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په هکله خبرې اترې وکړې.

د پاکستان خارجه وزیر له دې مخکښې پرون سهار د افغانستان پلازمینې کابل ته تللی او د دغه هیواد له لوړرتبه چارواکو سره یې لیده کاته کړي وو.

ټاکل شوې چې شاه محمود قریشي سیمې ته د خپل دې سفر په دوام کښې چین او روسیې ته هم لاړ شي.