په پاکستان کښې د افغانستان نوي سفیر کار پیل کړ
Dec 27, 2018 12:28 Asia/Kabul
د پاکستان لپاره د افغانستان نوي سفیر د پاکستان ولسمشر ته د خپل باور لیک په وړاندې کولو سره په رسمي توګه کار پیل کړ.
د تسنیم د خبر له مخې عاطف مشعل د پاکستان له ولسمشر عارف علوي سره له ملاقات کولو وروسته په رسمي ډول په اسلام آباد کښې د افغانستان د پخواني سفیر عمر زاخیلوال ځاې ناستی شو.
په پاکستان کښې د افغانستان تیر سفیر د روان کال د فرورۍ په وړومبیو کښې رسنیو ته ویلي وو چې خپله استعفا یې د افغانستان ولسمشر ته وړاندې کړې ده.
هغه د خپلې استعفا وجه د خپل دوه کلن پړاؤ پاې ته رسیدل اعلان کړي وو.
ټیګونه