د پاکستان د فوځ له مشر سره د امريکائي فوځي قوماندان کتنه
Dec 28, 2018 02:37 Asia/Kabul
د پاکستان د فوځ عمومي قوماندان او د امريکائي فوځ او نېټو ځواکونو قوماندان د افغانستان د بحران او مسائلو څېړنه وکړه.
د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان د فوځ د عمومي تعلقاتو ادارې په يوې بيانيه کښې وويل، د پاکستان د فوځ د مشر جنرل قمر جاويد باجوه او د امريکائي قوماندان سکاټ مېلر په کتنه کښې چې پرون په اسلام آباد کښې وشوه دواړو خواو تاکيد وکړ چې په افغانستان کښې پراخ بنسټه صلح يوازې د افغانستان د خلقو په ګډون او د دغه هېواد د چارواکو په مشرۍ سره رامنځته کېدې شي.
جنرل باجوه په دغه کتنه کښې د دې په بيانولو سره چې پاکستان په افغانستان کښې د صلحې په رامنځته کولو ژمن دے وويل، دغه صلح د اسلام آباد د حکومت لپاره هم زيات اهميت لري.
ټیګونه