پاکستان له چین څخه دوه میلیارډه ډالره ترلاسه کوی
Mar 23, 2019 13:12 Asia/Kabul
-
پاکستان له سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو هم د مالي مشکلاتو دهواري لپاره په کم سود ورکولو سره ستر پورونه ترلاسه کړي دي .
اسپوتنیک خبری اژانس وایی د پاکستان د مالیې وزارت نن وویل د دغه هیواد حکومتی بانک به په راتلونکی دوشنبې ورځ له چین څخه دوه (۲) میلیارډه ډالره پور ترلاسه کړی .
د پاکستان د مالیې وزارت زیاته کړه دغه پور به د بهرنیو اسعارو د زیرمو او د پاکستان دبهرنیو پورونو دورکولو د تضمین لپاره ورکړل شی .
پاکستان په چین سربیره له سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو هم د مالی مشکلاتو دهواری لپاره په کم سود ورکولو سره ستر پورونه ترلاسه کړی دی .
ټیګونه