شاه محمود قريشي: ايران د پاکستان مسلمان ګاونډي هېواد دے
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81124-شاه_محمود_قريشي_ايران_د_پاکستان_مسلمان_ګاونډي_هېواد_دے
د پاکستان خارجه وزير پرون د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست له مشرې مېرمن فيډريکا موګريني سره په ګډ اخباري کانفرنس کښې له ايران سره د دغه هېواد د تعلقاتو او ملګرتياو په اهميت تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 26, 2019 01:38 Asia/Kabul
  • شاه محمود قريشي: ايران د پاکستان مسلمان ګاونډي هېواد دے

د پاکستان خارجه وزير پرون د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست له مشرې مېرمن فيډريکا موګريني سره په ګډ اخباري کانفرنس کښې له ايران سره د دغه هېواد د تعلقاتو او ملګرتياو په اهميت تاکيد وکړ.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې شاه محمود قريشي په دغه ناسته کښې د دې په بيانولو سره چې د ايران اسلامي جمهوريت د پاکستان مسلمان ګاونډي او ورور هېواد دے واضحه کړه چې دواړه هېوادونه به تل د يو بل ترڅنګه ټينګ ولاړ وي.

د پاکستان خارجه وزير همدارنګ دا خبره په ګوته کړه چې د ايران اسلامي جمهوريت په افغانستان کښې د صلحې په رامنځته کولو کښې موثره او ګټور کردار ادا کولې شي.

مېرمن موګريني پرون له پاکستاني چارواکو سره د کتنې او خبرو اترو لپاره د دغه هېواد پائتخت اسلام اباد ته لاړه.