په اسلام آباد کښې د هند شارډزافېر احضار کړے شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81318-په_اسلام_آباد_کښې_د_هند_شارډزافېر_احضار_کړے_شو
پاکستان په اسلام آباد کښې د هند شارډز افېر په احضارولو سره هغه ته د کشمير په کنټرول لائن کښې د هندي پوله ساتونکو په حمله کښې د درې پاکستاني فوځيانو د وژلې او دريو زخمي کېدو په اړه خپل سخت احتجاج وړاندې کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2019 01:30 Asia/Kabul
  • په اسلام آباد کښې د هند شارډزافېر احضار کړے شو

پاکستان په اسلام آباد کښې د هند شارډز افېر په احضارولو سره هغه ته د کشمير په کنټرول لائن کښې د هندي پوله ساتونکو په حمله کښې د درې پاکستاني فوځيانو د وژلې او دريو زخمي کېدو په اړه خپل سخت احتجاج وړاندې کړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې د پاکستان د خارجه وزارت د جنوبي اېشيا د چارو مشر محمد فېصل پرون په اسلام آباد کښې د هند شارډز افېر ګاراو آهل واليا په احضارولو سره د دغه هېواد له حکومته وغوښتل چې د کشمير په کنټرول لائن کښې د هند د فوځيانو لخوا د ډزبندۍ د بيا بيا خلاف ورزۍ او بې وجې ډزو مخنيوے دې وکړي.

هغه د هندي ځواکونو په لاسو په زيرو پوائنټ سيمه کښې د ډزبندۍ خلاف ورزي وغندله او زياته يې کړه د پاکستان حکومت د هندي فوځيانو لخوا  د پاکستان په عامه وګړو حملو ته اندېښمن دے.