ايران او پاکستان د حقوقي ملګرتيا مضبوطول غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81541-ايران_او_پاکستان_د_حقوقي_ملګرتيا_مضبوطول_غواړي
په اسلام آبادکښې د ايرن سفير او د پاکستان عمومي څارنوال په حقوقي او قضائي برخو کښې د دواړو هېوادونو د ملګرتيا په مضبوطولو تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 16, 2019 00:10 Asia/Kabul
  • ايران او پاکستان  د حقوقي ملګرتيا مضبوطول غواړي

په اسلام آبادکښې د ايرن سفير او د پاکستان عمومي څارنوال په حقوقي او قضائي برخو کښې د دواړو هېوادونو د ملګرتيا په مضبوطولو تاکيد وکړ.

د ايرنا د رپوټ له مخې په اسلام آباد کښې د ايران سفير مهدي هنر دوست پرون د پاکستان د عمومي څارنوال انور منصور خان په کتنه کښې وويل، د ايران او پاکستان ترمېنځ د حقوقي موضوع ګانو په اړه د تعلقاتو او د نظر د تبادلې پراختيا ضروري دي.

انور منصور خان هم په دغه کتنه کښې دا خبره څرګنده کړه چې له ايران سره د ملګرتياو او د نظر د تبادلې زياتې موضوع ګانې او زمينې موجودې دي.