په پاکستان کښې سیلاب او طوفان ۲۵ تنه ووژل
Apr 16, 2019 10:37 Asia/Kabul
د پاکستان په مختلفو سیمو کښې سخت سیلاب او طوفان ۲۵ کسان وژلي دي.
د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د بلوچستان او خیبر پښتونخواه صوبو په کلیوالو سیمو کښې د سختو ورښتونو او د خوړونو راوتو له امله نهه تنه مړه او لسګونه نور زخمي شول.
له دې نه علاوه د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې او د پنجاب صوبې په مختلفو ښارونو کښې په یو ساعت کښې د اتیا کیلومیټرو په چټکتیا سره سیلۍ چې سختې دوړې یې راوچتې کړې او هم دا شان د ځمکې ښوییدو او اسماني بریښنا هم لږترلږه شپاړس تنه وژلي دي.
د دې طوفان له امله د خلکو څو کورونه هم وران شوي دي.
ټیګونه