په افغانستان کې دجنګ جګړوپای او دسولې ټینګیدا غواړو
د پاکستان لومړی وزیر په همداوروستیو کې وئیلی وو،د افغانستان د سولې د ټینګیدا او دولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کیدا لپاره باید په دغه هیواد کې موقتی حکومت جوړ شی چې د کابل د حکومت او نورو سیاستوالانو له سختو نیوکو او غبرګونونو سره مخامخ شوی ؤ .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ،دپاکستان لومړی وزیرعمران خان دپاکستان دحکومت په ضددافغانستان دحکومت له وروستیو نیوکو وروسته وئیلی دی،اسلام اباد له دې وروسته د سولې دبهیر په باب دکابل حکومت ته مشورې نه ورکوی اویوازې به په دغه هیواد کې د سولې دټینګیدا لپاره دعا وکړی .
دپاکستان لومړی وزیر په همداوروستیو کې وئیلی وو،دافغانستان دسولې د ټینګیدا او دولسمشرۍ دانتخاباتو دترسره کیدا لپاره باید په دغه هیواد کې موقتی حکومت جوړ شی چې د کابل د حکومت او نورو سیاستوالانو له سختو نیوکو او غبرګونونو سره مخامخ شوی ؤ .
عمران خان همداراز دخپلو خبرو په بلې برخې کې دخپلې کابینې د ځینو وزیرانو دلیرې کولو اوځینو نورو دمنصوبولو په باب هم وئیلی دی ، د ناکاره وزیرانودبدلولو اولیرې کولو لپاره هیڅ ځنډ ونه کړی اوبایدهغه کسان وزیران شی،چې د خلکو خدمت کولی او د نوی پاکستان لپاره خدمت کولی شی .