دپاکستان طالبانو د وزیرستان پولیسو ته ګواښ کړی
-
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان جنوبي وزیرستان سیمې ته ورځي چې هلته یوې (۱)سترې غونډې ته وینا وکړي .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان طالبانو ډلې په جنوبی وزیرستان کښې پولیسو ته خبرداری ورکړ چې په دریو (۳) ورځو کښې له دغه سیمې ولاړ شی .
دپاکستان طالبانو ډلې چې په دغه هیواد کښې په ترهګرو بم چاودنو او حملو کښې یې تراوسه په لسګونو زره بې ګناه خلک وژلی او ژوبل کړی دی په یوشمیر پمفلیټونو ویشلو سره دجنوبی وزیرستان له ځایی خلکو غوښتی دی چې له حکومتی چارواکو سره خپلې اړیکې ختمې کړی .
دپاکستان طالبانو ډلې دغه پمفلیټونه جنوبی وزیرستان سیمې ته د لومړی وزیر عمران خان له سفر دوه (۲) ورځې وړاندې ویشلی دی .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان جنوبی وزیرستان سیمې ته ورځی چې هلته یوې (۱)سترې غونډې ته وینا وکړی .
طالبانو په دغو پمفلیټونو چې دجنوبی وزیرستان سیمې په واڼه کښې یې ویشلی دی ویلی دی پولیس باید له واڼه او محسودو سیمې ووځی ګڼی طالبان به یې په زوره له سیمې وباسی .
دپاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې پولیسو له دغه صوبې سره دقبایلی سیمو له یوځاې کیدا وروسته په اوو(۷) قبایلی سیمو کښې دخپلو دندو ترسره کول پیل کړی دی .
د پاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې د اعلی وزیر سلاکار اجمل خان وزیر د طالبانو ګواښ دبې اهمیته بللو په ترڅ کښې وویل ځینې کسان غواړی دخپلو ګټو په لړ کښې د پمفلیټونو په وسیله په خلکو کښې ویره رامینځته کړی .