عمران خان له ایران سره د ښو اړیکو په ساتلو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81805-عمران_خان_له_ایران_سره_د_ښو_اړیکو_په_ساتلو_ټینګار_وکړ
اسلام اباد په سیمه کی د سولې د ټینګولو لپاره هڅه کوی او په دې زمینه کی له ایران سره ډیرې ښې اړیکی لری او د دغو اړیکو په پیاوړتیا پسې دې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 28, 2019 11:27 Asia/Kabul
  • عمران خان له ایران سره د ښو اړیکو په ساتلو ټینګار وکړ

اسلام اباد په سیمه کی د سولې د ټینګولو لپاره هڅه کوی او په دې زمینه کی له ایران سره ډیرې ښې اړیکی لری او د دغو اړیکو په پیاوړتیا پسې دې.

 

د ایرنا خبری اژانس له راپور سره سم د پاکستان لومړی وزیر عمران خان چی یو کمربند او یوه لاره په غونډه کی د ګډون په خاطر په پیکنګ کی دی ، وویل اسلام اباد په سیمه کی د سولې د ټینګولو لپاره هڅه کوی او په دې زمینه کی له ایران سره ډیرې ښې اړیکی لری او د دغو اړیکو په پیاوړتیا پسې دې. د پاکستان لومړی وزیر د دې خبرې په کولو سره چی حاضر دمه په سیمه کی د سولې او ثبات یوازنۍ ستونزه د هند او پاکستان ترمینځ اوسنی اړیکی دی ، هیله څرګنده کړه چی په هند کی د انتخاباتو له ختمیدا وروسته د اسلام اباد او نوی ډیلی ترمینځ دوستانه اړیکی ټینګی شی . عمران خان همداراز جوته کړه اسلام اباد هیله من دی چی په افغانستان کی سیاسی حل لاره نتیجې ته ورسی او دغه جنګ ځپلې هیواد ژر تر ژره ثبات ته ورسی .