د جیش محمد ډلې مشر په تور فهرست کښې شامل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81878-د_جیش_محمد_ډلې_مشر_په_تور_فهرست_کښې_شامل_شو
زمونږ خبریال وایی د ملګروملتونو د بندیزونو دیوزر دوه سوه اوشپیتمې (۱۲۶۷)کمیټۍ پرون د جیش محمد ټروریسټی ډلې مشر مسعود اظهر د نړیوالو ترهګرو ډلو په فهرست کښې شامل کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 02, 2019 00:07 Asia/Kabul
  • دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل هم تائید کړه چې اسلام اباد به سمدستي د جیش محمد ډلې د مشر پرضد بندیزونه ولګوي .
    دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل هم تائید کړه چې اسلام اباد به سمدستي د جیش محمد ډلې د مشر پرضد بندیزونه ولګوي .

زمونږ خبریال وایی د ملګروملتونو د بندیزونو دیوزر دوه سوه اوشپیتمې (۱۲۶۷)کمیټۍ پرون د جیش محمد ټروریسټی ډلې مشر مسعود اظهر د نړیوالو ترهګرو ډلو په فهرست کښې شامل کړ.

د ملګروملتونو دغه اقدام دچین لخوا له اعتراض پاې ته رسیدا وروسته ترسره شوی دی .

د ملګروملتونو د داعش او دالقاعده پرضد د بندیزونو کمیټۍ په یوې  (۱) خبر پاڼه کښې له القاعده ډلې سره د جیش محمد ترهګرې ډلې دمشر مسعود اظهر د اړیکو د لرلو په خاطر هغه دترهګرو ډلو په فهرست کښې ورزیات کړ.

هندوستان له ۲۰۱۶ میلادی کال راهسې د ملګروملتونو د ترهګرو ډلو په  فهرست کښې د جیش محمد  ټروریسټی  ډلې د مشر مسعود اظهر د نوم د شاملولو لپاره هڅه پیل کړی ده .

جیش محمد ترهګرې ډلې دروان میلادی کال د فرورۍ په څوارلسمه(۱۴) نیټه د هند ترکنټرول لاندې دکشمیر په پلوامه سیمه کښې په سرحدی پولیسو د ترهګرې حملې چې له کبله یې څلورڅلویښت(۴۴) عسکر وژل شوی وو مسولیت پرغاړه اخیستی وو .

دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل هم تائید کړه چې اسلام اباد به سمدستی د جیش محمد ډلې د مشر پرضد بندیزونه ولګوی او زیاته یې کړه په دغو بندیزونو کښې خارج ته د مسعود اظهر په تلو بندیز  دهغه د شتمنیو کنګل کول او د وسلو بندیز شامل دی .