د پاکستان په بلوچستان کښې پينځه وسله وال کسان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81891-د_پاکستان_په_بلوچستان_کښې_پينځه_وسله_وال_کسان_ووژل_شول
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د پاکستان د امنيتي ځواکونو او وسله والو کسانو ترمېنځ نښته کښې پينځه تنه ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 02, 2019 09:33 Asia/Kabul
  • د پاکستان په بلوچستان کښې پينځه وسله وال کسان ووژل شول

د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د پاکستان د امنيتي ځواکونو او وسله والو کسانو ترمېنځ نښته کښې پينځه تنه ووژل شول.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د پاکستان امنيتي ځواکونو تېره ورځ د دغه هېواد د بلوچستان صوبې په خضدار او کيچ سيمو د يو لړ عملياتو په دوران کښې پينځه وسله وال کسان ووژل.

د پاکستان د فوځ د وېنا له مخې په دغو عملياتو له ترهه ګرو څخه زيات چاودېدونکي مواد کشف او ضبط شول.