د هندي ځواکونو په حملو کښې دوه پاکستانیان مړه شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i81968-د_هندي_ځواکونو_په_حملو_کښې_دوه_پاکستانیان_مړه_شوي
د کشمیر په سرحدي سیمه کښې د پاکستان په خاورې باندې د هندوستان د پوله ساتو ځواکونو د راکټي حملې له امله دوه پاکستاني ښاریز وژل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 06, 2019 03:10 Asia/Kabul
  • د هندي ځواکونو په حملو کښې دوه پاکستانیان مړه شوي

د کشمیر په سرحدي سیمه کښې د پاکستان په خاورې باندې د هندوستان د پوله ساتو ځواکونو د راکټي حملې له امله دوه پاکستاني ښاریز وژل شوي دي.

ایرنا د پاکستاني رسنیو په حواله رپورټ ورکړی چې د پاکستان په خاورې باندې د هندي پوځیانو د هاوان توغول د یوې ښځې او یو ماشوم د وژلې او د یو بل کس د زخمي کیدو سبب شوي دي.

د ویلو ده چې د هند او پاکستان سرحدي ځواکونه کله ناکله د کشمیر په کنټرول لاین کښې د یو بل سنګرونه په نښه کوي خو د هندوستان لخوا په شویو بریدونو کښې زیاتره ملکي وګړي سرونه خوري.