دپاکستان لومړی وزیر د ګوادر حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82098-دپاکستان_لومړی_وزیر_د_ګوادر_حمله_وغندله
زمونږخبریال وایی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان د بلوچستان صوبې په ګوادر سیمه کښې په پرل کانټی نینټل (Pearl Continental Hotel) هوټل باندې حمله په سیمه کښې د خوشحالۍ د له مینځه وړلو لپاره یوه(۱) هڅه وبلله او ویې ویل دا ډول هڅې په تیره بیا بلوچستان صوبې کښې ورته اقدامات داسې چارې دی چې زمونږ اقتصادی پروژې او خوشحالۍ له مینځه وړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 12, 2019 08:57 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې دچین سفارت په ګوادر کښې په هوټل برید وغاند او دپوځ او د امنیتي ادارو اتلوال اقدام یې هم وستایه .
    په پاکستان کښې دچین سفارت په ګوادر کښې په هوټل برید وغاند او دپوځ او د امنیتي ادارو اتلوال اقدام یې هم وستایه .

زمونږخبریال وایی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان د بلوچستان صوبې په ګوادر سیمه کښې په پرل کانټی نینټل (Pearl Continental Hotel) هوټل باندې حمله په سیمه کښې د خوشحالۍ د له مینځه وړلو لپاره یوه(۱) هڅه وبلله او ویې ویل دا ډول هڅې په تیره بیا بلوچستان صوبې کښې ورته اقدامات داسې چارې دی چې زمونږ اقتصادی پروژې او خوشحالۍ له مینځه وړی .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وویل مونږ به اجازه ورنکړو  دترهګرو ډلو هدفونو پوره شی .

دپاکستان دبلوچستان لیبریشن پوځ(Balochistan Liberation Army) ددغه حملې مسولیت پرغاړه اخیستی دی .

د پاکستان په ګوادر سیمه کښې په پرل کانټی نینټل هوتل باندې پرون په برید کښې درې (۳) امینتی ځواکونه وژل شوی او دغه راز پولیسو هم تائید کړه چې څلور(۴) حمله کونکی هم وژل شوی دی .

په پاکستان کښې دچین سفارت په ګوادر کښې په هوټل برید وغاند او دپوځ او د امنیتی ادارو اتلوال اقدام یې هم وستایه .