امریکې په دریو پاکستاني چارواکو د ویزو بندیز ولګوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82150-امریکې_په_دریو_پاکستاني_چارواکو_د_ویزو_بندیز_ولګوه
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: امریکې د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت درې چارواکي د بندیزونو په لسټ کښې شامل کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 14, 2019 11:12 Asia/Kabul
  • امریکې په دریو پاکستاني چارواکو د ویزو بندیز ولګوه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: امریکې د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت درې چارواکي د بندیزونو په لسټ کښې شامل کړل.

ایرنا لیکلي چې شاه محمود قریشي وویل: امریکې د اویاؤ غیرقانوني مهاجرینو د ستنولو په لړ کښې د بشپړو حقوقي او قانوني اقداماتو د ترسره کولو لپاره له دغه هیواده د پاکستان د غوښتنې په غبرګون کښې، درې تنه پاکستاني چارواکي چې دوه په کښې د کورنیو چارو د وزارت مرستیالان او یو یې د دغه هیواد د پاسپورټ د ادارې لوې مدیر دی، د ویزې د بایکاټ په لسټ کښې راوستل.

د امریکې د قوانینو له مخې، کوم هیوادونه چې له امریکې څخه د خپلو ایستل شویو ښاریزو له ستنولو ډډه کوي، د واشنګټن له بندیزونو سره مخامخیږي.

امریکې له دې مخکښې هم یو پاکستاني شرکت د توغندوي او ایټمي فعالیت په وجه بایکاټ کړی و.