دعرب نیوزخبر د ایران او پاکستان داړیکو په ضد یوه دسیسه ده
د پآکستان په مطبوعاتو اوخبری رسندیو کې دعرب نیوز له قوله راپورونه خپره شوی ، چې د پاکستان د انټرسټیټ سسټمز ادارې مشر صولت مبین په حوالې سره ددې خبرې په ستر ښودلو سره هڅه شوې چې دامریکا د پابندیو له امله دپاکستان حکومت له ایرانه دګیسو داخستو د پروژې له اجرا انکار کړی او په دې باب ئې ایران ته لیک هم استولی دی ، چې په ایران کې دپاکستان سفیرې دغه خبره چورلټه دروغ او یوه دسیسه بللې ده .
زمونږخبریال د اسلام ټایمز خپرونې له قوله راپور راکړ په ایران کې د پاکستان سفیرې میرمن طلعت مسعود د قرآن یویشتم نړیوال کنفرانس په مناسبت د دستورو ترڅنګ د سحر اردو ټیلیویژنی چینل سره په خصوصی خبرو کې دایران پاکستان د سولې دپایپ لاین په خلاف د عرب نیوز خپرونې خبر پروپیګنډه وبلله او وې وئیل دپاکستان د انټر سټیټ ګیس سسمټز شرکت عموم مدیر مبین صولت بیان چټی او عرب نیوز خپرونې هم دایران او پاکستان د اړیکو د خرابولو په نیّت سره دغه خبره تحریف کړې ده، چې هیڅ ارزښت نه لری .
میرمن مسعود همداراز په دې خبرې په ټینګار سره چې مبین صولت اصلا په دې باب هیڅ خبرې نه دی کړی او دغه خبر چې پاکستان د امریکا دبندیزونو له امله دایران پاکستان دپایپ لاین دپروژې له اجرا کولو انکار کړی او ایران ته ئې لیک لیږلی دی ، هیڅ حقیقت نه لری . په ایران کې دپاکستان سفیرې جوته کړې دایران اوپاکستان دګیس پایپ لاین دپروژې د بشپړولو په مناسبت به ډ یر له ایرانه دمتخصصانو یو لوړپوړی پلاوی دمشورو لپاره پاکستان ته ورشی . هغې روښانه کړې ، دم ګړۍ دایران اوپاکستان اړیکې مخ په ښه کیدو دی او ایران ته دپاکستان دلومړی وزیر عمران خان دسفر مثبتې اغیزې په راښکاره کیدو دی .
داپه داسې حال کې دی چې د پآکستان په مطبوعاتو اوخبری رسندیو کې دعرب نیوز له قوله راپورونه خپره شوی ، چې د پاکستان د انټرسټیټ سسټمز ادارې مشر صولت مبین په حوالې سره ددې خبرې په ستر ښودلو سره هڅه شوې چې دامریکا د پابندیو له امله دپاکستان حکومت له ایرانه دګیسو داخستو د پروژې له اجرا انکار کړی او په دې باب ئې ایران ته لیک هم استولی دی ، چې په ایران کې دپاکستان سفیرې دغه خبره چورلټه دروغ او یوه دسیسه بللې ده .