دپاکستان محصیلین نن مړه دې وی امریکا ورځ لمانځی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82185-دپاکستان_محصیلین_نن_مړه_دې_وی_امریکا_ورځ_لمانځی
زمونږخبریال وایی د پاکستان د امامیه محصلینو تنظیم امامیه سټوډنټس ارګنایزیشن (Imamia Students Organization) وویل نن به په ټول هیواد کښې د فلسطین د مظلوموخلکو په ملاتړ او دامریکا د غچ اخیستونکونکو اقداماتو په غندنې کښې مړه دې امریکا ورځ ولمانځی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 16, 2019 00:56 Asia/Kabul
  • د فلسطین په میلیونو ښاریز د صهیونیسټ رژیم د نیواکګرو په وجه بې کوره شوي دي .
    د فلسطین په میلیونو ښاریز د صهیونیسټ رژیم د نیواکګرو په وجه بې کوره شوي دي .

زمونږخبریال وایی د پاکستان د امامیه محصلینو تنظیم امامیه سټوډنټس ارګنایزیشن (Imamia Students Organization) وویل نن به په ټول هیواد کښې د فلسطین د مظلوموخلکو په ملاتړ او دامریکا د غچ اخیستونکونکو اقداماتو په غندنې کښې مړه دې امریکا ورځ ولمانځی .

د پاکستان دامامیه محصلینو تنظیم مشرانو پرون په لاهور کښې خبریالانو ته وویل د مسلمانانو لومړنۍ قبله قدس شریف اوس هم د نړۍ داستکباری قدرتونو او دصهیونیسټ رژیم په نیواک کښې ده .

د پاکستان دامامیه محصیلینو د تنظیم مشر سید قاسم شمسی د اسرائیلو د ماشوم وژونکی رژیم د جنایتونو په غندلو سره وویل د فلسطین په میلیونو ښاریز د صهیونیسټ رژیم د نیواکګرو په وجه بې کوره شوی دی .

هغه وویل ملګری ملتونه د فلسطین د مظلومو خلکو د حقوقو په تامینولو او د اسرائیلو د ماشوم وژونکی رژیم د جنایتونو په مخه نیولو کښې له ماتی سره مخامخ شوی دی .