پاکستاني ورځپاڼه: امريکه په سيمه کښې د ناامنۍ ذمه واره ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82212-پاکستاني_ورځپاڼه_امريکه_په_سيمه_کښې_د_ناامنۍ_ذمه_واره_ده
د پاکستان «اوصاف» اردو ژبې ورځپاڼې امريکه په سيمه کښې د ناامنۍ اصلي ذمه واره وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 17, 2019 07:50 Asia/Kabul
  • پاکستاني ورځپاڼه: امريکه په سيمه کښې د ناامنۍ ذمه واره ده

د پاکستان «اوصاف» اردو ژبې ورځپاڼې امريکه په سيمه کښې د ناامنۍ اصلي ذمه واره وبلله.

دغې ورځپانې په خپله سرمقاله کښې د ايران او امريکې ترمېنځ د اختلافاتو سختېدو او په سيمه  کښې د واشنګټن اقدماتو ته په اشارې سره وليکل: امريکه له صهيونېسټ رژيم څخه د پټو سترګو ملاتړ کوي او اقدامات يې د سيمې د صلحې او امنيت د خرابېدو سبب شوي دي.

اوصاف ورځپاڼې په دې اړه چې په سيمه کښې د امريکې د اقداماتو په باره کښې بې طرفه سياست ولري د اسلام اباد حکومت ته په سپارښتنې سره وليکل، ايران د امريکې په پرتله تل د پاکستان ملاتړے دے او اسلام آباد پکار نه دي د سيمې د اوسنيو حالاتو په اړه بې پروا اوسي.

د دغې ورځپاڼې په سرمقاله کښې همدارنګ راغلي دي ، پاکستان پکار نه دي د تېرو وختونو په شان چې د افغانستان په جنګ کښې يې له امريکې سره ملګرتيا وکړه اوس هم داسې سياست برابر کړي.

د پاکستان اوصاف ورځپاڼې ايران د پاکستان او دوست او ورور هېواد وبلۀ او وې ليکل، پاکستان له ايران سره ګډې پولې لري نو ځکه په سيمه کښې د امريکې د هر ډول تېرګر اقدام به د پاکستان لپاره هم خطرناک نتائج ولري.