کراچۍ کښې د امریکې او صهیونیسټي رژیم خلاف مظاهرې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82226-کراچۍ_کښې_د_امریکې_او_صهیونیسټي_رژیم_خلاف_مظاهرې_وشوې
د پاکستان خلکو په کراچۍ ښار کښې د امریکې او صهیونیسټي رژيم خلاف پراخې مظاهرې شوې دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 18, 2019 07:35 Asia/Kabul
  • کراچۍ کښې د امریکې او صهیونیسټي رژیم خلاف مظاهرې وشوې

د پاکستان خلکو په کراچۍ ښار کښې د امریکې او صهیونیسټي رژيم خلاف پراخې مظاهرې شوې دي.

د پاکستان د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې سلګونو کسانو پرون د امریکې او اسرائیلو خلاف د مظاهرو په کولو سره د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د فلسطین او مینځني ختیځ په وړاندې د امریکې د سیاستونو په وجه د دغه هیواد د نورو چارواکو خلاف یولړ شعارونه ورکړل.

مظاهره چیانو هم داشان د صهیونیسټي رژیم له خوا د غزې تړانګې د محاصرې د ختمیدو غوښتنه وکړه.