عمران خان د هند لومړی وزیر ته مبارکی وویله
May 24, 2019 01:14 Asia/Kabul
-
ما د سیمې امنیت او پرمختګ ته تل اهمیت ورکړی دی .
ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان لومړی وزیر عمران خان د هند د پارلمان په انتخاباتو کښې د بی جی پی ګوند د بریالیتوب په مناسبت لومړی وزیر ناریندرا مودی ته مبارکی ورکړه .
عمران خان په دغه پیغام کښې وویل پاکستان په جنوبی اسیا سیمه کښې د سولې ، د ثبات او د هوساینې د دوام او د هند له نوی حکومت سره د ملګرتیا دپیاوړتیا لپاره مخ په وړاندې نظر لری .
دهند لومړی وزیر ناریندرا مودی هم د پاکستان دلومړی وزیر د مبارکۍ د ویلو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې ما د سیمې امنیت او پرمختګ ته تل اهمیت ورکړی دی .
دپاکستان او د هندوستان خارجه وزیرانو شاه محمود قریشی او سوشما سواراج هم په قیرغیزستان کښې په کتنې کښې د اختلافاتو په حل ټینګار کړی وو
ټیګونه