ایران او پاکستان د ملګرتیاؤ په پراختیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82367
د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د پاکستان وزیراعظم په مختلفو برخو کښې د دوه اړخیزې ملګرتیا په پراختیا باندې تاکید وکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 24, 2019 14:19 Asia/Kabul
  • په اسلام آباد کښې د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف او د پاکستان د وزیراعظم عمران خان ملاقات
    په اسلام آباد کښې د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف او د پاکستان د وزیراعظم عمران خان ملاقات

د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د پاکستان وزیراعظم په مختلفو برخو کښې د دوه اړخیزې ملګرتیا په پراختیا باندې تاکید وکړ.

د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف چې اسلام آباد ته تللی، نن یې د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره په ملاقات کښې وویل: د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا په تیرا بیا د ایران د چابهار بندر او د پاکستان د ګوادر بندر ترمینځ د اړیکې ټینګښت او د یو بل د بشپړونکو بندرونو په توګه د هغو له بالقوة ظرفیتونو استفاده، د دواړو هیوادونو د ګټو لپاره ضروري ده.

په دغه کتنه کښې عمران خان هم، ایران ته د خپلې تیرې میاشتې سفر ته په اشارې سره، له تهران سره د اړیکو پراختیا او په ګډو پولو کښې ملګرتیا ته د اسلام آباد په علاقه مندۍ او د سیمې او اسلامي هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا او صلحې په اهمیت باندې ټینګار وکړ.

خبر زیاتوي چې ښاغلي ظریف له عمران خان سره له کتنې مخکښې د پاکستان له خارجه وزیر شاه محمود قریشي او د دغه هیواد د پوځ له مشر قمر جاوید باجوا سره هم جلاجلا ملاقاتونه وکړل.

د پاکستان د پوځ له قومندان سره د ایران د خارجه وزیر په کتنه کښې دواړو لورو په ملګرتیا او تفاهم باندې د ولاړو دوستانه اړیکو د پراختیا، د دواړو هیوادونو د سرحدونو د امنیت د اهمیت او د ترهګرۍ ضده هلوځلو په سختولو باندې ټینګار وکړ او د سیمه ایزو موضوعاتو په باب یې د نظر تبادله وکړه.

 

د ایران خارجه وزیر هم داشان له خپل پاکستاني همرتبه شاه محمود قریشي سره هم وکتل.

محمد جواد ظریف او شاه محمود قریشي د تهران او اسلام آباد له ښو او رغنده اړیکو د ډاډ په څرګندولو او په راتلونکي کښې د سیاسي مشورو اهمیت ته په اشارې سره، د وروستیو سیمه ایزو موضوعاتو او بدلونونو په اړه د نظر تبادله وکړه.

د ویلو ده چې محمد جواد ظریف سیمې ته د خپلو سفرونو په دوام کښې پرون پاکستان ته تللی او ټاکل شوې چې د دغه هیواد د سینیټ له مشر صادق سنجراني سره هم ملاقات وکړي.