لشکر طیبه په افغانستان کښې دامریکا دپوځیانو لپاره ستر ګواښ :-
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82436-لشکر_طیبه_په_افغانستان_کښې_دامریکا_دپوځیانو_لپاره_ستر_ګواښ
دامریکا دفاع وزارت پینټاګان ( Pentagon,)وویل په پاکستان کښې دیره لشکر طیبه ترهګره ډله په افغانسان کښې د واشنګټن د عسکرو لپاره ترټولو ستر ګواښ دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2019 10:14 Asia/Kabul
  • لشکر طیبه ډله  افغانستان ته د خپل فعالیت په پراخولو او هلته د ترهګرې د روزنې د ځینو مرکزونو په جوړولو سره د جدي اندیښنو د رامینځته کولو سبب شوي ده .
    لشکر طیبه ډله افغانستان ته د خپل فعالیت په پراخولو او هلته د ترهګرې د روزنې د ځینو مرکزونو په جوړولو سره د جدي اندیښنو د رامینځته کولو سبب شوي ده .

دامریکا دفاع وزارت پینټاګان ( Pentagon,)وویل په پاکستان کښې دیره لشکر طیبه ترهګره ډله په افغانسان کښې د واشنګټن د عسکرو لپاره ترټولو ستر ګواښ دی .

ملګروملتونو او امریکا لشکر طیبه ډله د ترهګرو ډلو په تور فهرست کښې شامله کړی ده .

د هندوستان حکومت هم لشکر طیبه په ۲۰۰۸ میلادی کال کښې په ممبۍ(Mumbai (formerly called Bombay)) ښار کښې په ځینو مرکزونو د حملو اصلی مسوله ګڼی چې له کبله یې څه دپاسه یوسل شپیته (۱۶۰) کسان وژل شوی وو .

له لشکر طیبه ډلې سره د چلند او د دغه ډلې دمشر او دغړیو د نیولو دضرورت  موضوع د هند د پاکستان او د امریکا دحکومتونو ترمینځ د شخړې وړ په مسائیلو کښې راځی .

د امریکا ددفاع وزارت پینټاګان نوی راپور چې وایی لشکر طیبه ډله په افغانستان کښې د امریکا د عسکرو لپاره یو(۱) ترټولو ستر ګواښ دی د پاکستان پرضد د روانی او دسیاسی دباونو د ساتلو او د دوام په هکله دسپینې ماڼۍ د سیاست ښودنه کوی .

امریکا وایی چې پاکستان له ترهګرۍ سره دوه ګوڼه چلند لری .

په تیره بیا دا چې دامریکا حکومت دافغانستان په جنګ کښې د ناکامۍ له چیلنج سره مخامخیدا او په دغه هیواد کښې له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې ماتی له سرزورۍ سره په مقابلې کښې د پاکستان غیر شفافو سیاستونو ته متوجه ګڼی او په همدې دلیل یې په تیرو کلونو کښې د اسلام اباد پرضد یوشمیر تنبیهی تدبیرونه  اعمال کړی دی .

له پاکستان سره د مالی او دپوځی مرستو غوڅول د اسلام اباد پرضد د امریکا په تنبیهی اوزارونو کښې راځی  او له هندوستان سره د ستراتیژیکو اړیکو پراختیا ته ترجیح ورکول هم په اسلام  اباد د سیاسی دباو  بل مکانیزم  ګڼل کیږی .

دامریکا حکومت په تیرو کلونو کښې دپاکستان پرضد د سیاسی دباو او دنورو تنبیهی تدبیرونو له اعمالولو سره سره هماغه راز د اسلام اباد سیاست دافغانستان دجنګ په شمول د واشنګټن د سیمه ییزو پروګرامونو پرخلاف ګڼی .

دسیاسی مسائیلو کارپیژاند شاشانک جوشی وایی پاکستان په خپلې ستراتیژۍ کښې له بدلون راوستلو پرته او د کوچنی امتیاز په ورکولو سره دامریکا په غلی کولو کښې ښه تجربه لری .

په تیره بیا دا چې په تیرو څو میاشتو کښې دغه راپورونه خپاره شوی دی لشکر طیبه ډله  افغانستان ته د خپل فعالیت په پراخولو او هلته د ترهګرې د روزنې د ځینو مرکزونو په جوړولو سره د جدی اندیښنو د رامینځته کولو سبب شوی ده .

البته دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت په وخت کښې دواشنګټن دباونه له بیلابیلو اړخونو زیات شوی دی چې دغه مسله په ولسی جرګې کانګرس کښې له متفاوتو دریځونو سره مخ شوی ده .

دامریکا د ولسی جرګې کانګرس ګڼ شمیر استازی د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کړچار په چوکاټ کښې له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د پاکستان په سیاست کښې د بدلون درامینځته کولو لپاره په اسلام  اباد د دباونو دزیاتولو غوښتونکی دی خو په مقابل کښې د کانګرس یوشمیر غړی په پاکستان د دباو دوام د سپینې ماڼۍ د سیالانو په توګه له روسیې او چین سره د اړیکو پراخولو ته دپاکستان د کاږلو سبب ګڼی .