د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر محکمې ته حاضر شوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82450-د_پښتون_ژغورنې_غورځنګ_مشر_محکمې_ته_حاضر_شوی
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دپښتون تحفظ(دپښتون ژغورنې )غورځنګ یو() مهم مشر او د ملی پارلمان غړی علی وزیر پرون په بنو سیمه کښې دترهګرۍ ضد محکمې ته حاضر کړی شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 28, 2019 01:14 Asia/Kabul
  • د پاکستان پښتون ژغورنې غورځنګ دغه راز په شمالي وزیرستان کښې د وړمه ورځ د پیښې پرضد د اعتراض د ترسره کولو غوښتنه کړي ده .
    د پاکستان پښتون ژغورنې غورځنګ دغه راز په شمالي وزیرستان کښې د وړمه ورځ د پیښې پرضد د اعتراض د ترسره کولو غوښتنه کړي ده .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان دپښتون تحفظ(دپښتون ژغورنې )غورځنګ یو() مهم مشر او د ملی پارلمان غړی علی وزیر پرون په بنو سیمه کښې دترهګرۍ ضد محکمې ته حاضر کړی شو .

د پاکستان دترهګرۍ ضد محکمې  قاضی بابر علی خان د پښتون تحفظ غورځنګ مشر  ته تر اتو(۸) ورځو لپاره د بندی کیدا حکم ورکړ .

ویل کیږی چې د ترهګرۍ ضد محکمې یوه(۱) چارواکی علی وزیر ته تر  دیرشو(۳۰) ورځو پورې د بندی کیدا سزا دورکولو غوښتنه کړی وه خو قاضی بابر علی خان هغه ته داتو(۸) ورځو د بند سزا ورکړه .

د پاکستان دترهګرۍ ضد محکمې پولیسو ته حکم ورکړی چې د ملی پارلمان غړی علی وزیر دجون په څلورمه (۴)نیټه بیرته محکمې ته حاضر کړی .

د پاکستان دبنو دترهګرۍ ضد محکمې له حکم وروسته د پښتون تحفظ غورځنګ دغه مشر اوس پیښور ته انتقال کړی شوی او دهغه پرضد دوسیسه هم جوړه کړې شوی ده چې د ملی پارلمان دغړی محسن داوړ او دنورو اوو(۷) کسانو نومونه پکښې هم لیکل شوی .

دغه راز دپاکستان دخیبر پښتونخواه صوبې اعلی وزیر او ګورنر پرون شمالی وزیرستان ته ورغلل چې  له قبایلی مشرانو او پوځی او حکومتی چارواکو سره کتنه وکړی .

د پاکستان پښتون ژغورنې غورځنګ دغه راز په شمالی وزیرستان کښې د وړمه ورځ د پیښې پرضد د اعتراض د ترسره کولو غوښتنه کړی ده .

ویل کیږی چې دپاکستان دشمالی وزیرستان په بویه سیمه کښې وړمه ورځ د پوځ او د خلکو ترمینځ په شخړې کښې درې (۳)کسان وژل شوی او دپینځو(۵) حکومتی عسکرو په شمول پینځلس (۱۵)کسان ژوبل شوی .

ځینې راپورونه وایی چې دپاکستان دپوځ لخوا په خلکو دډزو په بهیر کښې له شپاړسو (۱۶)زیات کسان وژل شوی او ګڼ شمیر نور ژوبل شوی هم دی .