کراچۍ کښې د امریکې او اسرائیلو بیرغونه وسوزول شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82465
د پاکستان په کراچۍ ښار کښې د فلسطین د ولس ملاتړو د قدس د نړیوالې ورځې په درشل کښې د اسرائیلو او امریکې بیرغونه وسوزول.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 28, 2019 15:47 Asia/Kabul
  • کراچۍ کښې د امریکې او اسرائیلو بیرغونه وسوزول شول

د پاکستان په کراچۍ ښار کښې د فلسطین د ولس ملاتړو د قدس د نړیوالې ورځې په درشل کښې د اسرائیلو او امریکې بیرغونه وسوزول.

د پاکستان د سند صوبې د مرکز کراچۍ ښار خلکو پرون متقیانو د مولا امیر المومنین علي علیه السلام د شهاد د کلیزې د عزادارۍ په مراسمو کښې، د (مرده باد اسرائیل) او (مرده باد امریکا) شعارونو په ورکولو سره په فلسطین کښې د امریکې د ملاتړ وړ صهیونیسټانو له نیواکګرۍ او جنایتونو خپله کرکه اعلان کړه.

دغه مهال د کراچۍ د امامیه سټوډنټس آرګنایزیشن یو مشر رضا مهدي په خپله وینا کښې وویل: د قدس ورځ د اسلامي نړۍ د یووالي راز او د دغې ورځې لاریون، له استکبار سره د مقابلې ستره حماسه ده.

هغه په دې خبرې سره چې د قدس په ورځ د فلسطین د مظلومو خلکو سترګې د صهیونیسټانو د ظلم په وړاندې له دوي څخه د اسلامي نړۍ ملاتړ ته وي، زیاته کړه: صهیونیسټي رژیم به مخکښې له نیل نه تر د فراته شعار ورکوه خو اوس یې دغه شعار هیر کړی او د خپلې بقا لپاره، د ځان چاپیره د کنکریټو د دیوال په وهلو لګیا دی.