د پاکستان او دهند لومړی وزیران کتنه نه کوی
-
پاکستان په ځلونو نوي ډیلي ته د خبرو اترو بلنه ورکړي ده خو هند تراوسه مثبت ځواب نه دی ورکړی .
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د شانګهایی د ملګرتیا موسسې په غونډې کښې د هند او دپاکستان د لوړرتبه چارواکو د کتنې په هکله هرډول ګونګوسې رد کړې .
هغه د هندوستان له لومړی وزیر ناریندرا مودی سره د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان دکتنې د احتمال په هکله د هندوستان د رسنیو ګونګوسو ته په غبرګون کښې وویل د کتنې لپاره هیڅ موافقه نه ده شوی .
دهندوستان ځینو رسنیو وویل د پاکستان او دهند لومړی وزیران به د قزاقستان په پلازمینې نورسلطان کښې دشانګهایی دملګرتیا موسسې له غونډې مخکې له یوبل سره کتنه وکړی .
دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی د خپل هیواد او د هند د اړیکو د ښه کیدا لپاره د هیلې په ترڅ کښې وویل د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمینځ کتنه د اختلافاتو دحل او د تاوتریخوالو دختمیدا سبب کیدلای شی کومو چې جنوبی اسیا سیمه له چیلنج سره مخ کړی ده .
قریشی وویل پاکستان په ځلونو نوی ډیلی ته د خبرو اترو بلنه ورکړی ده خو هند تراوسه مثبت ځواب نه دی ورکړی .