په خیبر پښتونخوا کښې نن اختر ولمانځل شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82612-په_خیبر_پښتونخوا_کښې_نن_اختر_ولمانځل_شو
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د سائنس او د ټیکنالوژۍ د وزیر فواد چوهدری له هڅو سره سره په هیواد کښې یوځاې د اختر د لمانځلو په هکله موافقه ونشوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 04, 2019 06:31 Asia/Kabul
  • په ایران اسلامي جمهوریت ،انډونیزیا، جاپان ، مالیزیا ، اسټرالیا او تايي لینډ کښې به سبا اختر وي .
    په ایران اسلامي جمهوریت ،انډونیزیا، جاپان ، مالیزیا ، اسټرالیا او تايي لینډ کښې به سبا اختر وي .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان د سائنس او د ټیکنالوژۍ د وزیر فواد چوهدری له هڅو سره سره په هیواد کښې یوځاې د اختر د لمانځلو په هکله موافقه ونشوه .

په نوی پاکستان کښې په حکومتی سویه دوه(۲) اخترونه  لمانځل کیږی  .

د پاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې حکومت نن په دغه صوبې کښې د کوچنی اختر دلمانځلو اعلان کړی .

په پیښور او نورو سیمو کښې خلکو نن اختر ولمانځه او دهیواد دسلامتیا لپاره یې دعاګانې وکړې .

دغه راز دپاکستان د میاشتې د لیدو مرکزی کمیټۍ(رویت هلال کمیټی) نن د شوال دمیاشتې د لیدو لپاره  په کراچۍ ښار کښې غونډه کوی او فیصله به وکړی چې اختر  سبا دی او که بل سبا .

دغه راز په سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو، افغانستان  ، امریکا ، کاناډا او اروپایی هیوادونو کښې هم نن اختر دی .

په ایران اسلامی جمهوریت ،انډونیزیا، جاپان ، مالیزیا ، اسټرالیا او تایی لینډ کښې به سبا اختر وی .

په انګلستان کښې به روان کال هم دوه(۲) اخترونه وی .

په لندن کښې د پاکستان ګڼ شمیر ښاریز به سبا د اسلام اباد له حکومت سره یوځاې اختر ولمانځی .