له روسیې سره د پوځی اړیکو پراختیا غواړو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82780-له_روسیې_سره_د_پوځی_اړیکو_پراختیا_غواړو
وروستی راپورونه ښئ دپاکستان لومړی وزیر چې دشانګهائی په سرمشریزې کې دګډون لپاره قزاقستان ته تللی ددغې غونډې په څنډې کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره سرسری لیده کاته هم کړی دی او ټاکل شوې له هغه سره رسمی خبرې اترې هم وکړی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 14, 2019 01:00 Asia/Kabul
  • له روسیې سره  د پوځی اړیکو پراختیا غواړو

وروستی راپورونه ښئ دپاکستان لومړی وزیر چې دشانګهائی په سرمشریزې کې دګډون لپاره قزاقستان ته تللی ددغې غونډې په څنډې کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره سرسری لیده کاته هم کړی دی او ټاکل شوې له هغه سره رسمی خبرې اترې هم وکړی .

ایرنا خبری آژانس راپورورکړد پاکستان لومړی وزیر عمران خان له سپوټنیک خبری اژانس سره په خصوصی خبرو کې  ددې خبرې په کولو سره  چې  دپاکستان پوځ  په تیر وخت کې  هم له  روسیې سره پوځی ملګرتیاوې درلودلی دی ،  هیله ښودلې ،  دواړه هیوادونه ، په  دغې حوزې کې خپلې ملګرتیاوې  لازیاتې پراخې کړی .

Image Caption

 

دپاکستان لومړی وزیر  وئیلی دی   اسلام اباد   له روسیې   د وسلو پر اخستو سربیره  له دغه هیواد سره   دپوځی اړیکو دپراختیا غوښتنه هم کړې  ده .

 په همداوروستیو کلونو کې د  اسلام اباد او واشنګټن  داړیکو له ترینګلتیاؤ وروسته  پآکستان  هڅه کوی ،له چین سره د خپلو اړیکو دبنیادونو په پیاوړی کولو سره له روسیې  سره   هم په اړیکو کې نوی چینلونه  رامینځةکړی.

 وروستی راپورونه ښئ دپاکستان لومړی وزیر چې دشانګهائی په سرمشریزې کې  دګډون لپاره قزاقستان ته تللی ددغې  غونډې په څنډې کې  د روسیې له  ولسمشر ولادیمیر پوتین سره سرسری لیده کاته  هم کړی دی  او ټاکل شوې   له هغه سره   رسمی خبرې اترې هم وکړی .

Image Caption

 

 روسیه   د وسلو ، د توغندوی  او هوافضا ضد دفاعی سسټمونو د تولید  په زمینې کې  یو مخکښ هیواد دی ،داسې تجهیزات  چې  پاکستان له خپل تر ټولو اصلی سیمه ایز سیال یعنی له هندوستانه  د وروسته  نه پاتیکیدو لپاره  ورته ډیره اړتیا لری .