له روسیې سره د پوځی اړیکو پراختیا غواړو
وروستی راپورونه ښئ دپاکستان لومړی وزیر چې دشانګهائی په سرمشریزې کې دګډون لپاره قزاقستان ته تللی ددغې غونډې په څنډې کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره سرسری لیده کاته هم کړی دی او ټاکل شوې له هغه سره رسمی خبرې اترې هم وکړی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړد پاکستان لومړی وزیر عمران خان له سپوټنیک خبری اژانس سره په خصوصی خبرو کې ددې خبرې په کولو سره چې دپاکستان پوځ په تیر وخت کې هم له روسیې سره پوځی ملګرتیاوې درلودلی دی ، هیله ښودلې ، دواړه هیوادونه ، په دغې حوزې کې خپلې ملګرتیاوې لازیاتې پراخې کړی .
دپاکستان لومړی وزیر وئیلی دی اسلام اباد له روسیې د وسلو پر اخستو سربیره له دغه هیواد سره دپوځی اړیکو دپراختیا غوښتنه هم کړې ده .
په همداوروستیو کلونو کې د اسلام اباد او واشنګټن داړیکو له ترینګلتیاؤ وروسته پآکستان هڅه کوی ،له چین سره د خپلو اړیکو دبنیادونو په پیاوړی کولو سره له روسیې سره هم په اړیکو کې نوی چینلونه رامینځةکړی.
وروستی راپورونه ښئ دپاکستان لومړی وزیر چې دشانګهائی په سرمشریزې کې دګډون لپاره قزاقستان ته تللی ددغې غونډې په څنډې کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره سرسری لیده کاته هم کړی دی او ټاکل شوې له هغه سره رسمی خبرې اترې هم وکړی .
روسیه د وسلو ، د توغندوی او هوافضا ضد دفاعی سسټمونو د تولید په زمینې کې یو مخکښ هیواد دی ،داسې تجهیزات چې پاکستان له خپل تر ټولو اصلی سیمه ایز سیال یعنی له هندوستانه د وروسته نه پاتیکیدو لپاره ورته ډیره اړتیا لری .