د ایشیاپراختیائی بانک پاکستان ته پور ورکول دروغ وبلل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82839-د_ایشیاپراختیائی_بانک_پاکستان_ته_پور_ورکول_دروغ_وبلل
د پاکستان مرکزی بانک،په تیر کال کې د دغه یهواد بهرنی پورونه کابو پنځه نوی میلیارډ او درې سوه څلویښت میلیون ډالره اعلان کړی دی .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Jun 17, 2019 13:11 Asia/Kabul
  • د ایشیاپراختیائی بانک پاکستان ته پور ورکول دروغ وبلل

د پاکستان مرکزی بانک،په تیر کال کې د دغه یهواد بهرنی پورونه کابو پنځه نوی میلیارډ او درې سوه څلویښت میلیون ډالره اعلان کړی دی .

 تسنیم خبری آژانس راپورورکړ  ایشیا پراختیائی بانک نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دی،د اسلام اباد دحکومت  او  ددغه بانک د مسئولانو ترمینځ خبرې اترې شوی دی،خو  دواړه لوری د کومې موافقې په لاسلیک کولو کې بریالی شوی نه دی .

 د پاکستان دخزانې وزیر حافظ شیخ  په همدا وروستیو کې  وئیلی وو ، ایشیا پراختیائی بانک  به ډیر زیردرې میلیارډ څلورسوه میلیون ډالری پور  دعمران خان حکومت ته  ورکړی .

  دخبر تر مخابیره کیدا پورې په دې اړه  دپاکستان  حکومت کوم غبرګون نه دی ښودلی .

 پاکستان په تیر یوه کال کې  دمالی مشکلاتو دحل  لپاره له  عربستان او متحده عربی اماراتو هم  څه دپاسه پنځه میلیارډ ډالری پورونه  ترلاسه کړی دی ، حال دا چې د پاکستان اوسنی لومړی وزیر عمران خان د ا نتخاباتی کمپاین  په وخت د هغه وخت پر حکومت سختې نیوکې کولې چې   دنورو هیوادونو په وړاندې ئې د پور د ترلاسه کولو لپاره کاسه نیولې او  در په در ګرځی .

 دپاکستان مرکزی بانک،په تیر کال کې د دغه یهواد بهرنی پورونه کابو پنځه نوی میلیارډ او درې سوه څلویښت میلیون  ډالره اعلان کړی دی .