د ایران او پاکستان پارلیمانی ملګرتیاوې لاپیاوړی کیږی
امیر آبادی فراهانی ددې خبرې په کولو سره چې ځینی سیمه ایز او له سیمې ورآخوا هیوادونه نه غواړی،ایران او پاکستان سره ښې اړیکې ولری ، روښانه کړې،ایران او پاکستان باید دګډو دښمنانو د دسیسو په وړاندې ځیر اوهوښیار ووسی .
زمونږخبریال راپورراکړ د ایران او پاکستان د پارلیمانی دوستۍ ډلې چې اسلام اباد ته ئې سفر کړی ، نن سهار ئې په اسلام اباد کې دپاکستان د ولسی جرګې له مشر اسد قیصر سره په لیدنې کې ددواړو هیوادونو دپارلیمانی ملګرتیا دپیاوړتیا او د دوواړخیزو تعاملاتو د زیاتیدا دلارو چارو په زمینې کې د نظر تبادله کړې .
د ایران او پاکستان د دوستۍ د ډلې غړو او د پاکستان د ولسی جرګې مشر همداراز د دواړو هیوادونو دملګرتیا او دغه راز د اسلامی هیوادونو ترمینځ د پارلیمانی ملګرتیاؤ دپراختیا په لاره کې د موجودو خنډو په لیرې کولو هم ټینګار وکړ .
دپاکستان د ولسی جرګې مشر اسد قیصر وئیلی ، ایران دپاکستان یو تر ټولو مهم ګاونډی هیواد دی او اسلام اباد له تهران سره د خپلو اړیکو ته ډیر ځانګړی اهمیّت ورکوی .
دغه راز د ایران اوپاکستان د دوستۍ ډلې مشر احمد امیر آبادی فرهانی له دغې کتنې وروسته په اسلام اباد کې ایرنا خبری آژانس ته وئیلی دی ایران او پاکستان له خپلو ډیر ظرفیَتونو اووړتیاؤ څخه په استفادې سره د ګډو سرحدی بازارچو د پراختیا او د ګډو پولو د امنیت په ګډه په ساتلو سره خپل اقتصادی مبادلات لاپراخولی شی .
امیر آبادی فراهانی ددې خبرې په کولو سره چې ځینی سیمه ایز او له سیمې ورآخوا هیوادونه نه غواړی،ایران او پاکستان سره ښې اړیکې ولری ، روښانه کړې،ایران او پاکستان باید دګډو دښمنانو د دسیسو په وړاندې ځیر اوهوښیار ووسی .