قطر له پاکستان سره د تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82955-قطر_له_پاکستان_سره_د_تعلقاتو_په_پراختيا_تاکيد_وکړ
د قطر امير شيخ تميم بن حمد آل ثاني په اسلام آباد کښې د پاکستان له وزيراعظم عمران خان سره په کتنه کښې د دوو اړخيزو تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 23, 2019 08:42 Asia/Kabul
  • قطر له پاکستان سره د تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ

د قطر امير شيخ تميم بن حمد آل ثاني په اسلام آباد کښې د پاکستان له وزيراعظم عمران خان سره په کتنه کښې د دوو اړخيزو تعلقاتو په پراختيا تاکيد وکړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د سيمې مهم بدلونونه، نړيوال او دواړو خواو د دلچسپۍ وړ مسائل، امنيتي ملګرتياوې او له ترهه ګرۍ سره مبارزه د پاکستان له وزيراعظم سره د قطر د امير د بحث وړ ځينې ډېر مهمې موضوع ګانې وې.

په دغه سفر کښې همدارنګ د قطر او پاکستان ترمېنځ د سياحت او پانګونې په شمول د ملګرتيا څو يادښتونه هم لاسليک شول.

د قطر امير پرون له ماسپښينه وروسته د پاکستان پائتخت اسلام آباد ته لاړ هغه له دې مخکښې په ۲۰۱۵ کال کښې هم پاکستان ته سفر کړے ؤ.