په کرمه کښې شپږ ماشومان ليوني سپي اوچيچل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82960-په_کرمه_کښې_شپږ_ماشومان_ليوني_سپي_اوچيچل
د پاکستان خېبرپښتونخوا د کرمې د قبائيلي سيمې په بگزو کلي کښې یو لیوني سپي 6 د سکول بچیان اوچيچل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 23, 2019 11:11 Asia/Kabul
  • په کرمه کښې شپږ ماشومان ليوني سپي اوچيچل

د پاکستان خېبرپښتونخوا د کرمې د قبائيلي سيمې په بگزو کلي کښې یو لیوني سپي 6 د سکول بچیان اوچيچل.

له کرمې څخه د منير حسين طوري د رپوټ له مخې دغه  زخمي ماشومان چی عمرونه ئې له  5 نه  تر 12 کلونو دے  سحر سکول ته تلل چې له  مکتب سره نزدې له ليوني سپي سره مخ شول  ماشومانو بلا چغې ووهلې خو  د مدد يې  څوک نه وو، د کلیوالو په ور رسېدو سره  سپےفرار شو خو ماشومان يې ژوبل کړي وو ' ماشومان سمدستي د معالجې لپاره د عليزو اسپتال ته بوتلل شول خو هلته کښې د واکسينو د نيشتوالي په وجه يې ماشومان د سدې اسپتال ته يوړل. د ماشومانو د وروستي حالت په اړه څه رپوټ نه دے راغلے.