قطر له پاکستان سره د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i82971-قطر_له_پاکستان_سره_د_اړیکو_په_پراختیا_ټینګار_وکړ
د قطر امیر په اسلام آباد کښې د پاکستان له ولسمشر سره په کتنه کښې د دوه اړخیزو اړیکو په پراخولو تاکید وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 24, 2019 03:05 Asia/Kabul
  • قطر له پاکستان سره د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ

د قطر امیر په اسلام آباد کښې د پاکستان له ولسمشر سره په کتنه کښې د دوه اړخیزو اړیکو په پراخولو تاکید وکړ.

په اسلام آباد کښې له عارف علوي سره د شیخ تمیم بن حمد آل ثاني په کتنه کښې دواړو چارواکو د پاکستان او قطر د اړیکو او د اقتصاد، پانګونې او انرجۍ په برخو کښې یې د هغو د پراخولو جاج واخیسته.

د قطر امیر او د پاکستان ولسمشر په دغه ملاقات کښې هم داشان د سیمې او نړۍ د بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړه.

شیخ تمیم بن حمد آل ثاني پرون سهار د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره په ملاقات کښې هم د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار کړی و.