د روسیې او پاکستان د پوځونو قومندانانو ملاقات کړی
د روسیې د پوځ د ځمکني ځواک قومندان اولِګ سالیوکوف" Oleg Salyukov پرون د پاکستان په راولپنډۍ ښار کښې د دغه هیواد د ځمکني پوځ له قومندان جنرال باجوا سره وکتل.
د پاکستان او روسیې د ځمکنیو پوځونو قومندانانو پرون په راولپنډۍ کښې په خپله کتنه کښې د امنیتي مسائلو او د پوځي ملګرتیا په تیره بیا د روزنې په برخه کښې یې د هغې د پياوړتیا په هکله د نظر تبادله وکړه.
په دغه کتنه کښې جنرال قمر جاوید باجوا وویل: پاکستان په مختلفو برخو په تیره بیا له ترهګرۍ او تندلاریتوب سره د مبارزې په لړ کښې د نړۍ له ټولو هیوادونو خصوصاً روسیې سره د ملګرتیاؤ د پياوړتیا غوښتونکی دی.
په دغې کتنې کښې د روسیې د پوځ د ځمکني ځواک قومندان هم وویل: ماسکو له پاکستان سره د دفاعي، پوځي او امنیمتي ملګرتیا پراخولو ته تیاره ده.
اولِګ سالیُوکوف هم داشان څرګنده کړه چې روسیه د ترهګرۍ خلاف جنګ کښې د پاکستان اقدامات په رسمیت پیژني.