ایران او پاکستان تجارتی ملګرتیاوې نوره هم زیاتوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i83200-ایران_او_پاکستان_تجارتی_ملګرتیاوې_نوره_هم_زیاتوی
رحمانی زیاته کړې ده ایران اوپاکستان اوږدې پولې ،ګډ تاریخ اوکلتور او د دواړو هیوادونو دلوړپوړو چارواکو کلک هوډ اوارادې ته په پام سره ، په بیلابیلو برخو په تیره بیا په اقتصادی برخې کې دملګرتیاؤ دلاپراختیا لپاره ډیرې زمینې لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 05, 2019 03:26 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان تجارتی ملګرتیاوې نوره هم زیاتوی

رحمانی زیاته کړې ده ایران اوپاکستان اوږدې پولې ،ګډ تاریخ اوکلتور او د دواړو هیوادونو دلوړپوړو چارواکو کلک هوډ اوارادې ته په پام سره ، په بیلابیلو برخو په تیره بیا په اقتصادی برخې کې دملګرتیاؤ دلاپراختیا لپاره ډیرې زمینې لری .

 زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ دایران د تجارت او معدن اوصنعت دچارو وزیر  رضارحمانی  چې  دایران او پاکستان د ګډې تجارتی کمیټې په  اوه مې غونډې کې دګډون لپاره  اسلام اباد ته تللی دی ،  ددغې غونډې په څنډې کې ئې  وئیلی دی ، دایران  او پاکستان  ترمینځ د تخصصی کارونو ډلې  جوړې شوی ، چې اصلی موخه ئې  خپل مینځیو تجارتی مبادلاتود  آسانتیاؤ د لارو چارو ارزول دی .

رحمانی زیاته کړې ده  ایران اوپاکستان   اوږدې پولې ،ګډ تاریخ اوکلتور  او د دواړو هیوادونو  دلوړپوړو چارواکو کلک هوډ اوارادې  ته په پام سره  ، په بیلابیلو برخو په تیره بیا  په  اقتصادی برخې کې   دملګرتیاؤ دلاپراختیا لپاره ډیرې زمینې لری .

 د ایران  دتجارت اوصنعتی چارو وزیر  په اسلام  اباد کې   دایران او پاکستان د ګډې تجارتی کمیټې  په غونډې کې په ګډون سربیره  د تجارت اوصنعت په چارو کې  دپآکستان  لومړی وزیر  له سلاکار  عبدالرزاق  داؤد ، دپانګونې دکمیشن له مشر زبیرګیلانی او د کشتۍ چلونې  دچارو له وزیر سید علی زیدی سره هم کتنه او   خبرې اترې کړی دی .