دافغان طالبانوله مشرانوسره دپاکستان د لومړی وزیردکتنې پروګرام
دا پوښتنه مطرح ده چی هغه کوم ملاحظات دی چی د هغو په اساس ټاکل شوی ده په افغانستان کی د طالبانو له ظاهریدا او نسکوریدا وروسته په څه د پاسه دو لسیزو کی د لومړی ځل لپاره د پاکستان یو لومړې وزیر د طالبانو له مشرانو سره کتنه او خبرې اترې کوی .
په سیاسی چاروکی د پاکستان د لومړی وزیر ځانګړی استازی په نږدې راتلونکی کی د طالبانو له مشرانو سره د د غه هیواد د لومړی وزیر د کتنې خبر ورکړ .
نعیم الحق وویل عمران خان به ډیر ژر په اسلام اباد کی د طالبانو له مشرانو سره کتنه او په افغانستان کی د سولې او ثبات د تینګولو او جنګ دختمولو په هکله خبرې اترې وکړی . هغه ټینګار وکړ پاکستان د افغان کړکیچ د اواری او د هند په شمول له درستو ګاونډیو هیوادونو سره د دوستانه اړیکو غوښتونکې دې .
په اسلام اباد کی به له طالب مشرانو سره د عمران خان د راتلونکی کتنې په اړه د پاکستان د لومړی وزیر د ځانګړی سلاکار خبرې ،هغه نوی پیښه وی چی په تیرو څو لسیزو کی د دغه هیواد په امنیتی او سیاسی ډګر کې د طالبانو د دوسیې له پرانستل کیدا وروسته د پاکستان د بهرنی سیاست په ایجنډا کې د لومړی ځل لپاره راغلی ده .
دا پوښتنه مطرح ده چی هغه کوم ملاحظات دی چی د هغو په اساس ټاکل شوی ده په افغانستان کی د طالبانو له ظاهریدا او نسکوریدا وروسته په څه د پاسه دو لسیزو کی د لومړی ځل لپاره د پاکستان یو لومړې وزیر د طالبانو له مشرانو سره کتنه او خبرې اترې کوی .
د افغانستان د سیاسی مسلو کارپیژاندې عباس حسن زاده ویلی دی چی د پاکستان چارواکی دغه درک ته رسیدلی دی چی له سولې او امنیت پرته نه یوازې د افغانستان حکومت او خلک ارامښت ته نه رسی بلکې پاکستان هم تاوان وینی او د ترهه ګرو حملو او چاودنو تاوان پاکستان ته هم رسی .
عمران خان تیر کال په پارلیمانی انتخاباتو کی قدرت ته له رسیدا وروسته ژمنه کړی وه چی له ګاونډیانو په تیره بیا افغانستان سره اړیکی ښې کړی . دې ته په پام سره چی د اسلام اباد او کابل په اړیکو کی یوه اصلی ستونزه په افغانستان کی د سولې او ثبات له ځای پر ځای کولو او جنګ له ختمولو سره په مرسته کی په اغیز من رول نه لوبولو د پاکستان تورنیدل دی ، له طالب مسرانو سره له کتنې د عمران خان یو هدف په افغانستان کی د جنګ او تاوتریخوالی د ختمولو لپاره د افغانستان له حکومت سره په مرسته کی د پاکستان د اراده اثبات دی .
دغه کتنه د افغانستان په بدلونونو په تیره بیا له افغان دولت سره د خبرو اترو لپاره د طالبانو د هڅولو په هکله له مثبت اغیز او نتیجې پرته د پاکستان حکومت لپاره تبلیغاتی اغیزې لری چی هڅه کوی په افغانستان کی له افراط پالنې سره د دوه ګوڼی چلند تور باطل کړی .
همداراز له طالب مشرانو سره د کتنی لپاره د عمران خان پروګرام چی ویل شوی دی په افغانستان کی د جنګ له ختمولو سره د مرستې په هدف ترسره کیږی ، پاکستان ته د سپینې ماڼۍ د مرستو د له سره پیلولو لپاره د امریکا د نظر په جلبولو کی هم ګټه ور وی چی دغه هیوادپه افغانستان کی د سپینې ماڼۍ په پروګرامونو په تیره بیا د سولې په مسله کی په خرابکاری او کارړنګونې تورنوی .
پر دې سربیره پاکستان اندیښمن دی چی د افغانستان د مسلو په اړه د هند او چین هلو ځلو او خوځښتونو ته په پام سره که په افغانستان کی د ملی پخلاینې په بهیر کی د پام وړ اقدام ترسره نکړی ،نو د افغانستان په سیاسی راتلونکی به د اغیز شیندنې او رول لوبولو امکان ونلرلې شی .
په همدې دلیل پاکستان هم د سیمه ایزې سیالۍ په چوکاټ کی افغانستان سره د نږدې کیدا او په دغه هیواد د افغان ولس د بی باورۍ او بدبینۍ د کمولو لپاره په افغانستان کی د سولې په موضوع کې د اغیزمن ګام د پورته کولو هڅه کوی .
البته باید پام ولرلې شی چی له طالبانو مشرانو سره د راتلونکی کتنې په هکله د عمران خان د هدفونو یوه برخه له افغانستان سره په اړیکو کی د تاوتریخوالی د کمولو په ډګر کی د پاکستان د خلکو لپاره د متفاوت کس په توګه ځان معرفی کړی .