د ایران او پاکستان ترمینځ د سوداګري ملګرتیا هوکړه لاسلیک شوه
ایران او پاکستان په اسلام آباد کښې د دواړو هیوادونو د ګډ تجارت په اتمه کمیټه کښې، د ملګرتیا د تفاهم یادداشت لاسلیک کړ.
ایرنا خبري آژانس لیکلي دې، د دغه هوکړه لیک له مخې چې پرون د ایران د صنعت، معدن او تجارت د وزیر رضا رحماني او د صنعت او تجارت په چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم د صلاح کار عبدالرزاق داؤد ترمینځ لاسلیک شو، په تیره بیا په ګډو سرحدي سیمو کښې دواړو لورو په سوداګریزې ملګرتیا له د سمندري او کشتۍ چلونې د فعالیتونو په پراختیا ټینګار وشه.
د ایران د صنعت، معدن او تجارت وزیر چې اسلام آباد ته په سفر تللی، پرون یې د دغه هیواد له وزیراعظم عمران خان سره هم ملاقات وکړ.
رضا رحماني او عمران خان په دغه کتنه کښې د ایران او پاکستان د اړیکو او په ګډو ملګرتیاؤ کښې د شویو پرمختګونو په هکله د نظر تبادله وکړه.