د ایران او پاکستان ترمینځ د سوداګري ملګرتیا هوکړه لاسلیک شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i83217-د_ایران_او_پاکستان_ترمینځ_د_سوداګري_ملګرتیا_هوکړه_لاسلیک_شوه
ایران او پاکستان په اسلام آباد کښې د دواړو هیوادونو د ګډ تجارت په اتمه کمیټه کښې، د ملګرتیا د تفاهم یادداشت لاسلیک کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 06, 2019 03:26 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان ترمینځ د سوداګري ملګرتیا هوکړه لاسلیک شوه

ایران او پاکستان په اسلام آباد کښې د دواړو هیوادونو د ګډ تجارت په اتمه کمیټه کښې، د ملګرتیا د تفاهم یادداشت لاسلیک کړ.

ایرنا خبري آژانس لیکلي دې، د دغه هوکړه لیک له مخې چې پرون د ایران د صنعت، معدن او تجارت د وزیر رضا رحماني او د صنعت او تجارت په چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم د صلاح کار عبدالرزاق داؤد ترمینځ لاسلیک شو، په تیره بیا په ګډو سرحدي سیمو کښې دواړو لورو په سوداګریزې ملګرتیا له د سمندري او کشتۍ چلونې د فعالیتونو په پراختیا ټینګار وشه.

د ایران د صنعت، معدن او تجارت وزیر چې اسلام آباد ته په سفر تللی، پرون یې د دغه هیواد له وزیراعظم عمران خان سره هم ملاقات وکړ.

رضا رحماني او عمران خان په دغه کتنه کښې د ایران او پاکستان د اړیکو او په ګډو ملګرتیاؤ کښې د شویو پرمختګونو په هکله د نظر تبادله وکړه.