په پاکستان کښې د يو خبري چېنل اينکر ووژل شو
Jul 10, 2019 05:55 Asia/Kabul
د پاکستان په کراچۍ ښار کښې د يو خبري چېنل اينکر د ناپېژندل شويو وسله والو په ډزو سره ووژل شو.
د ايرنا د رپوټ له مخې پاکستاني رسنيو د کراچۍ د پوليسو په نقل سره وويل، د بول ټي وي چېنل اينکر مريد عباس پرون مازيګر د دغه ښار په ډيفېنس سيمه کښې د ناپېژندل شويو وسله والو کسانو په ډزو سره ووژل شو.
د کراچۍ پوليسو همدارنګ وويل، د دغه ښار په مختلفو سيمو کښې درې تنه نور هم د هدفمنو حملو په دوران کښې ووژل شول.
تر اوسه چا کس يا ډلې د خبري چېنل د اينکر د وژلې او په کراچۍ ښار کښې د نورو وژلو ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.
په پاکستان کښې د خبريالانو انجمنونو او جرنلېسټي ادارو د مريد عباس د وژلې په غندلو سره د پاکستان له حکومت او عدليې وغوښتل چې د دغه ترهه ګريز اقدام عاملان دې اونيسي او سزا دې ورکړي.
ټیګونه